د سوداګرۍ خونه: ډېر ژر به په کابل کې د نفتي موادو بیې کنټرول شي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین کابل ښاریانو ته داډ ورکوي چې ډېر ژر به د نفتي موادو بیې کنټرول کړي.

د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، دوی به افغان سوداګر وهڅوي چې پر ترکمنستان سربېره، له نورو هېوادونو هم نفتي مواد را وارد کړي.

پسرلی وایي، افغان سوداګر اوس مهال افغانستان ته له ترکمنستان نه نفتي مواد را واردوي.

نوموړی وايي، د ترکمنستان د نفتي موادو تقاضا په نړیوالو مارکېټونو کې ډېره شوې، نو ځکه یې په افغانستان کې هم په بازار اغېز محسوس شوی دی .

په دې وروستیو کې، په کابل کې یو کیلو ګاز په ۶۵ افغانیو پلورل کېږي، په داسې حال کې چې پخوانۍ بیه یې ۴۵ افغانۍ وه.