مسؤلین: د ټاپي پروژې د ګټو او ولسي ملاتړ کنفرانسونه جوړ شوي

د کانونو او پطرولیم وزارت مسؤلین وايي، د افغانستان له هغو ولایتونو نه چې د ټاپي د ګازو نل لیکه پرې ترېږي، په هغو سیمو کې د دغې پروژې د ولسي ملاتړ او ګټو په هدف خلکو ته، د عامه پوهاوي د کنفرانسونو لړۍ دوام لري.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې له دغه کنفرانسونه په نیمروز او کندهار ولایتونو کې جوړ شوي او د دغې پروژې عملي چارې به په افغانستان کې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې پیل شي.

ښاغلي مطفي وویل:

"ټاپي یوه اقتصادي پروژه ده او د اقتصادي پروژو ګټه مستقیماً د خلکو پر ژوند اغېز کوي، د دغې پروژې له لارې، مونږ هم عواید ترلاسه کوو او هم به یوه اندازه ګاز ترلاسه کړو."

ښاغلی مطفي وايي چې په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې ټولې چارې بشپړې شوې دي.

د ټاپي د ګازو د نل لیکې پروژه د ۲۰۱۵ میلادي کال د ډسمبر په ۱۳مه د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د مشرانو په ګډون، د ترکمنستان په پایتخت عشق اباد ښار کې رسماً پرانېستل شوه.

د دې پروژې په عملي کېدو سره به هر کال، مېلیونونه متر معکب ګاز له ترکمنستان نه د افغانستان له لارې، پاکستان او هند ته ولېږدول شي.