بارزاني ژمنه کړې ده چې د خپلواکۍ لپاره به ټولپوښتنه ترسره کړي

د کُردانو مشر مسعود بارزاني ژمنه کړې ده چې د خپلواکۍ لپاره به ټولپوښتنه ترسره کړي.

هغه پرون وویل چې عراق په یوه فرقه يي حکومت اوښتی او دی به هېڅکله له بغداد سره بیا ملګری نه شي.

دی وايي:

"زموږ خبرې به «له بغداد سره» د دوو ښو ګاونډیو په توګه مطرح شي. لکه څنګه چې په یوه هېواد کې دننه مشارکت ناکام و مونږ به هیڅکله د ناکامه مشارکت په اړه خبرې ونه کړو."

نړیواله ټولنه په دې اندېښنه کې ده چې د کُردستان په خپلواکه کېدو سره له داعش سره په جګړه کې ترلاسه شوې بریا په هوا لاهو شي او تمرکز به په کورنیو لانجو واوړي.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي ټولپوښتنې ته مثبته رایه د اساسي قانون او سولې په خلاف بللې او ویلي یې دي چې په عراق کې سختې لانجې رامنځته کړي.