د افغانستان اجرائیه رئیس وايي، په ارزګان کې به د وسله والو مخالفینو پر ضد جدي اقدامات وشي.
عبدالله عبدالله پرون په کندهار کې د ورځې ناوخته د ارزګان ولایت له یو شمېر استازیو سره په لیدنه کې ټینګار کړ چې افغان امنیتي ځواکونه به په ارزګان کې د وسلهوالو مخالفینو له منګولو د صحي مرکزونو او نورو عامه خدمتونو د ادارو د خلاصون لپاره جدي هڅې وکړي.
د اجرائیه رئیس په رسمي فیس بوک پاڼه کې د ښاغلي عبدالله له قوله ویل شوي چې مرکزي حکومت به له امکاناتو سره سم د خلکو غوښتنې پر ځای کړي.
د ارزګان ولایت استازیو له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې شکایت وکړ چې وسلهوالو طالبانو روغتیايي مراکز تړلي او دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.
د وسلهوالو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي بیا په یوه بیان کې که څه هم د وسله والو طالبانو له خوا د صحي مرکزونو تړل تائیدوي خو تور پورې کوي چې افغان حکومت په قصدي توګه د دغو مرکزونو تړلو ته زمینه برابره کړې وه او صحي خدمات یې نه ورسول.