چارواکي: په ننګرهار کې د طالبانو یو مهم غړی او دوه ملکیان وژل شوي

د ننګرهار چارواکي په دغه ولایت کې د طالبانو د یوه مهم غړي او د دوو ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل، دا پېښه تېره شپه د دې ولایت د شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې شوې او ناپېژندو وسله والو دغه وژنې کړې دي.

هغه د طالبانو د وژل شوي مهم غړي نوم نه دی ښودلی او طالبانو هم د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.