جرمني کې د ټاکنو بهیر او د مېرکل د بریا د چانس تمه

په جرمني کې د پارلماني انتخاباتو بهیر روان دی او تمه ده چې د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل به د څلورم ځل لپاره دغه انتخابات وګټي.

اټکل کېږي چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، د لومړي ځل لپاره یو ښي اړخی، د جرمني لپاره بدیل ګوند پارلمان ته لاره پیدا کړي.

د مېرکل اصلي رقیب د جرمني د سوسیال ډموکرات ګوند «SPD» مشر مارټین شولز د جرمني په ورسلین ښار کې د خپلې رأیې د ورکولو په مهال ډاډ څرګند کړ چې ګوند به یې ډېرې رأیې وګټي.

ښاغلي شولز زیاته کړه:

"زه خوشبین یم چې «اس. پي. ډي» به د انتخاباتو له دغې سیالۍ ښه نتیجه ترلاسه کړي، زه په دې باور یم چې د جرمني د سوسیال ډموکرات ګوند په توګه، موږ دا ښودلې چې په موږ کې څومره قدرت شته."

د مېرکل په مشرۍ محافظه کاره ډموکرات مسیحي ګوند چې ۱۲ کاله واک په لاس کې لري، په نظر شمېرنو کې د بایرن له سوسیال مسیحي اتحاد سره ډېرمخکې و.

که څه هم تېره اوونۍ له دغه ائتلاف څخه ملاتړ یو څه کمزوری شوی و، خو اټکل کېږي چې د مېرکل اتحاد به په سلو کې د ۳۴ نه تر۳۷ پورې رأیې وګټي.

د جرمني لپاره بدیل ګوند به چې یو پاپولیست او د کډوالو او مسلمانانو ضد ګوند دی، د ۱۰ او ۱۳ فیصدو ترمنځ، رأیي خپلې کړي.