د فاریاب په خواجه سبزپوش کې له ۵۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي

د فاریاب د خواجه سبزپوش ولسوالۍ چارواکي وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په وروستیو نښتو کې له ۵۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو ته دغه تلفات په هغو نښتو کې رسیدلي چې په سیمه کې تېره ورځ ناوخته پیل شوې او تر نن سهار وختي پورې یې دوام وکړ.

"د مخالفینو تقریباً ۵۵ تنه وژل شوي چې د رحیم داد او مخدوم جلال په نومونو د هغوی دوه قوماندان هم په کې شامل دي. رحیم داد له ۱۶ او مخدوم جلال له ۱۵ کسانو سره وژل شوي دي."

د خواجه سبزپوش ولسوال زیاته کړه چې له وسله والو طالبانو سره په نښتو کې نړیوالو ځواکونو د افغان ځواکونو ملاتړ وکړ.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.