د ایران پوځ نن یکشنبه عراق ته نېژدې پوځي تمرینونه پیل کړل

د ایران پوځ نن د عراق د کُردستان خودمختاره سیمې ته نېژدې پولي سره پوځي تمرینونه پیل کړل.

دغه پوځي تمرینونه یوه ورځ مخکې له دې پیل شوي چې دغه سیمه د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه یا ریفرانډم ترسره کوي.

د ایران د IRIB دولتي رسنۍ د راپور له مخې د اشنویه سرحدي سیمه کې دغه تمرینونه د هغو کلنیو تطبیقاتو یوه برخه ده چې په ترڅ کې یې د ایران او عراق ترمنځ د ۱۹۸۰ او ۱۹۸۸ کلونو ترمنځ د جګړې پیل لمانځل کېږي.

د راپور له مخې په دغو پوځي تمرینونو کې توپچي، زغروالو وسایلو او هوايي ځواکونو ګډون کړی دی.

په دې سیمه کې د ایران له کُرد ملېشو سره چې مرکزونه یې په عراق کې دي، تل د نښتو راپورونه ورکول کیږي.

ایران له ترکیې سره په ګډه د عراق د کُردستان د سیمې له ټولپوښتنې یا ریفرانډم سره چې ټاکل شوې سبا دوشنبې ترسره شي، کلک مخالفت څرګند کړی دی.

ترکیې چې له یاغي کُردانو سره په جګړه کې ښکېله ده له خپلې پولي سره د کُردانو د یوه خپلواکه دولت د اعلانېدو د مخنیوي لپاره له پوځي قوې څخه د استفادې ګواښ کړی دی.