په مرکز کابل کې بې نظمۍ، ډېرانونه، غیرمعیاري ودانۍ، د سړکونو بد وضعیت او حلقوي سړک هغه موضوعات دي چې په اړه یې د وضاحت لپاره د کابل ښاروال او د فواید عامې وزارت سرپرستان مشرانو جرګې ته وربلل شوي وو.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزي د مشرانو جرګې غونډې ته وویل چې تر راتلونکي یو کاله پورې به د پایتخت کابل اوسنۍ ستونزي هوارې او د دغه ښار بڼه هم بدله شي.
ښاغلي حبیبزي د مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې استجوابیه غونډې ته وویل چې د کابل ښارد بڼې بدلولو لپاره سل پروژې تر لاس لاندې دي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزی
نوموړي زیاته کړه:
"شپه او ورځ هڅه کوو، تاسو ډاډه اوسئ چې په ۱۵ کلونو کې هغه کار چې دغه ښار ته ونشو انشاالله تر راتلونکي یوه کاله به هغه ترسره کړو، تاسو ډاډمن اوسئ."
پر کابل ښاروالۍ یو انتقاد دا دی چې له بېلابېلو سیمو کثافات پر خپل وخت نه ټولوي چې د سناتورانو په خبره ناروغۍ یې هم ډېرې کړي دي.
خو کابل ښاروالۍ وايي، له کثافاتو د اغېزمنې استفادې په هدف یې له دوو کمپنیو سره خبرې کړي چې په تیلو به یې بدلوي.
د بودجې کمښت، د خصوصي سکتور لږه همکاري، د غیرې معیاري ودانیو موجودیت او د ماسټر پلان نه موجودیت هغه ستونزې دي چې کابل ښاروالۍ یې یادونه کوي.
له دې ټولو سره ـ سره په واټونو کې د اوبو د لهمنځه وړلو لپاره د لسګونو کانالونو جوړول، په اساسي توګه د واټونو جوړول او ۵۰ په ۱۰۰ کې د هغو غیرې معیاري وانیو د جوړېدو مخنیوی چې په کابل ښار کې جوړېدې د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو څخه دي.
د مشرانو جرګې منشي فیصل سمیع د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو ستاینه وکړه خو ټینګار یې وکړ چې د کابل ښار د بیا رغونې په برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده.
د کابل حلقوي سړک د سناتورانو بله پوښتنه وه چې د فوایدې عامې وزارت له سرپرست یما یاري څخه یې مطرح کړه.
ښاغلی یاري وايي چې د کابل د حلقوي سړک د جوړېدو لپاره د اسلامي پراختیایي بانک سره د ۷۴ میلیونو ډالرو تړون لاسلیک شوی او د دغه سړک د جوړېدو لپاره دا مهال ۱۱۰ میلیونه ډالر موجود دي.
خو نوموړي د دغې پروژې د تطبیق پر وړاندې د ځينو ستونزو یادونه هم وکړه:
"له ځينو سیمو چې دا سړک تیرېږي غیر معیاري ودانۍ په کې ابادې شوي، دا اړتیا پیښوي چې بیا پلان او تازه سروې ترسره شي، تر اوسه د دغه سړک د سروې او ډيزاین ۲۰ فیصده کار بشپړ شوی او زه فکر کوم، که د هغوی د استملاک ستونزه حل نهشي موږ له یوه بل سرخوږي سره مخ کېږو."
ښاغلی یاري وايي، وزارت یې دومره امکانات په واک کې نهلري چې له پلان زیات کار وکړي، خو له دې سره-سره په کابل او ولایتونو کې د سترو سړکونو د جوړولو پروژې تر لاس لاندې لري.
دی وايي، دا وخت د دغه وزارت د پراختیايي بودجې ۳۱ فیصده بودجه په زیربناوو جوړولو لګول شوي ده.
راپور: یوسف خان ځدران