عراق کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته ځینې سپارښتنه کړي

په عراق کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې سبا چې د عراق په کُردستان کې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه یا ریفرانډم ترسره کېږي، له احتیاطه کار واخلي ځکه ښایي له هغه سره په تړاو شخړې راپورته شي.

له دغه ریفرانډم سره د بغداد مرکزي حکومت سخت مخالفت کړی دی.

د امریکا د سفارت له خوا د سفر کولو په دغه خبرداري کې ویل شوي چې په ځانګړي توګه امریکایي اتباع دې هغو سیمو ته له تګه ډډه وکړي چې د کُردستان د سیمه ییزې ادارې او د عراق د مرکزي حکومت ترمنځ پرې لانجه ده.

د کُردستان سیمه ییزې ادارې د دغه ریفرانډم د نه کولو لپاره د ملګرو ملتونو، د امریکا د متحدو ایالتونو او بریتانیا له غوښتنو سره مخالفت کړی دی.

د عراق ځواکمنو ګاونډیانو ایران او ترکیې په کلکه له دغه ریفرانډم سره مخالفت کړی او له دې ویره لري چې ښایي هغه د دوی کُردان هم جلا کېدو ته وهڅوي.