په جرمني کې نن پارلماني انتخابات ترسره کېږي او تمه ده چې د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل به دغه تاریخي انتخابات د څلورم ځل لپاره وګټي.
اټکل کېږي چې په دغو انتخاباتو کې چې د رأیې ورکولو مرکزونه یې نن سهار پرانېستل شوې، له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره یو لېرې ښي اړخی ګوند پارلمان ته لاره پیدا کړي.
په نظر شمېرنو کې د مېرکل محافظه کاره ډیموکراټ مسیحي ګوند او د بایرن سوسیال مسیحي اتحاد ډېر مخکې و.
که څه هم تېره اوونۍ له دغه ائتلافه ملاتړ یو څه کمزوری شوی و خو اټکل کېږي چې د مېرکل اتحاد به په سلو کې د ۳۴ نه تر۳۷ پورې رایې وګټي.