د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کندز کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې خبره کوي.
د دې وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې پرون په وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو په برید کې ۱۱ طالبان وژل شوي او شل تنه یې ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې دغه حمله وروسته له هغې وشوه چې طالبانو د دې ولسوالۍ د ارجال په سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړ.
کورنیو چارو وزارت په یوه بله جلا خبرپاڼه کې ویلي چې پرون د سمنګانو ولایت په دره صوف ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې د ملا رمزالله چې په زبیر مشهور او د طالبانو مالي مسؤل او یو مهم غړی و، ووژل شو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.