مسؤلین: د قانوني مراحلو ژر نه ترسره کېدو د شېرخان بندر عواید کم کړي

په شېرخان بندر کې په خپل وخت د افغان سوداګرو د صادراتي او وارداتي توکو د قانوني مراحلو د نه تر سره کېدو له امله، د دغه بندر عواید کم شوي دي.

د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونې عامل مدیر مسعود وحدت نن یکشنبه ازادي راډیو ته سره په خبرو کې د دغې څرګندونو تر څنګ وویل چې د شېرخان بندر د ادارو ترمنځ د نه همغږۍ او بېلابېلو قوانینو له امله، افغان سوداګر له زیاتو ستونزو او ناهیلیو سره مخ دي.

نوموړی وایي چې مخکې له دغه بندر څخه د افغان حکومت عواید په مراتبو زیات وو.

شېرخان بندر د هېواد له مهمو سوداګرېزو بندرونو دی چې د همدغه بندر له لارې د افغانستان او د منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ صادر او واردېږي.