د حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله نن سهار کندهار ته لاړ

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله نن سهار کندهار ته لاړ چې په دغه ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژه پرانېزي.

په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې دا برېښناکوټ به چې د لګښت ۱۰ میلیون ډالره یې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې ورکړي، لس مېګا واټه بریښنا تولید کړي او له کبله به یې د کندهار د بریښنا محصول ټیټ شي.

له اجرائیه رئیس سره د کندهار په سفر کې یو شمېر وزیران او د ملي شورا په دواړو جرګو کې د کندهار استازي ملګري دي.