"B-1B Lancer"د شمالي کوریا ختيځ لور پر سر پروازونه وکړل

د امریکا د هوايي ځواک بم غورځونکو الوتکو "B-1B Lancer" چې جنګي جټ الوتکو بدرګه کولې، پرون شنبه د شمالي کوریا ختيځ لور د نړیوالو اوبو پر سر پروازونه وکړل.

د دې نمایشي پروازونو پلان په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزیر ترخبرو، څو ساعته مخکې اعلان شو.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې په ۲۱مه پېړۍ کې د امریکا جنګي جټ الوتکو او بم غورځونکو د دواړو کوریاګانو ترمنځ حایلې سیمې ته په دومره نېږدې واټن کې پروازونه نه دي کړي.

د پنټاګون ویاندې، دانا وایټ ویلي:

"دا ماموریت د امریکا تعهد څرګندوي او شمالي کوریا ته واضح پیغام ورکوي چې زموږ ولسمشر د هر خطر په وړاندې زیات پوځي امکانات لري."

وايټ ټینګار وکړ چې د امریکا دفاع وزارت به له خپله هېواده د دفاع لپاره له ټولو پوځي امکاناتو کار واخلي.