المعلم: د سوریې حکومتي ځواکونه د جګړې د ګټلو په حال کې دي

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم پرون یکشنبه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ته وویل چې حکومتي ځواکونه له پوځي لارې، د سوریې د شپږ کلنې جګړې د ګټلو په حال کې دي.

معلم وویل چې د حلب او پالمیرا ښارونو ازادۍ، د دير الزور د محاصرې ماتېدل او د سوریې په زیاتو سیمو کې د تروریستانو شکست څرګنده کړې چې بری نېږدې دی.

ولید المعلم د جمهور رئیس بشارالاسد په حکومت کې د مرستیال صدراعظم پر چوکۍ هم کار کوي.

هغه وویل چې د سوریې امنیتي ځواکونه به د هغه هېواد په جګړه کې د اتلانو په توګه د خلکو په یاد پاتې شي.

غربي دولتونه او د بشري حقونو د ملاتړ یو شمېر ادارې د بشارالاسد پر ځواکونو تور پورې کوي چې پر ملکي وګړو حملې کوي، له داسې کیمیاوي وسلو کار اخلي چې پر استعمال یې بندیز لګېدلی او ظلمونه کوي. خو ولید المعلم دا تورونه رد کړي دي.

د سوریې په جګړه کې تر اوسه نېږدې درې نیم لکه کسان وژل شوي او تر پینځه میلیونه زیات له هغه هېواده تښتېدلي دي.