د شنبې په ورځ مل پاسوال محمد عظیم هاشمي چې د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د جمهور رئيس په منظورۍ د پکتیکا د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی، د پکتیکا اوسېدونکو، ځايي پوځي منسوبینو او مسؤلینو ته ور وپېژندل شو.
په مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي د ځايي ادارې د مسؤلینو له اړخه نوي امنیه قوماندان ته ډاډ ورکړ چې د همغږۍ او همکارۍ په فضاء کې به په ګډه پکتیکا ته کار کوي.
د پکتیکا نوی امنیه قوماندان جنرال محمد عظیم هاشمي وویل، د افغان حکومت د چارواکو باور به وساتي او د هېڅ قانون ماتونکي فشار ته به تسلیم نشي.
ده وویل، په پوره جدیت به د قانون تنفیذ او د پولیسو په لیکو کې د مکافاتو او مجازاتو د اصل پلي کېدو لپاره کار وکړي.
محمدعظیم هاشمي له پکتیکاوالو وغوښتل چې افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول، د پولیسو سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي، تر څو د امنیت د ټينګښت له لارې پکتیکا په هره برخه کې پرمختګونه ولري.
د یادونې وړ ده، دا څووم ځل دی چې په تېرو دوو کلونو کې پکتیکا ته نوي امنیه قوماندانان ټاکل کېږي، تېر کال یو امنیه قوماندان سهار معرفي او مازدیګر د ولسمشر له خوا، له دندې لېرې شوی و.