ایران د لېرې واټن ویشتونکی یو توغندی ازمویلی

ایران ویلي د لېرې واټن ویشتونکی یو توغندی یې په بریالیتوب سره ازمویلی دی.

تهران دا ازموینه د واشنګټن د هغه خبرداري سربېره وکړه چې ویلي یې دي، که تهران د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو ازموینو ته دوام ورکړي، دا به د ایران سره د شوې اټمي موافقې له روحیې سره مخالفت وي.

د ایران دولتي تلوېزیون د خورام شهر په نوم د هغه توغندي د ازموینې تصویرونه وښودل چې تر دې مخکې د جمعې په ورځ په تهران کې په یو مهم پوځي مارش کې ښودل شوی و.

د ایران د دولتي تلوېزیون ویاند د دې تصویرونو د ښودنې پر مهال وویل چې دا د ایران له خوا درېیمه دا ډول ازموینه ده چې په کې د دوه زره کیلومټرو په واټن ویشتونکي توغندي ازمويي.

که څه هم دولتي تلوېزیون ونه ویل چې دا ازموینه کله شوې، خو د جمعې په ورځ د پوځي مارش پر مهال ایراني چارواکو ویلي وو، د لېرې واټن ویشتونکی دا توغندی به زر وازمويي.