په خوست کې د مستوکې ویالې د سربند او کانال د جوړولو کار پیل شو

د شنبې په ورځ د خوست د تریزیو او علي شېرو ولسوالۍ د مستوکې تاریخي ویالې د سربند او ۳۵۰ متره په اوږدوالي د کانال د جوړولو کار پیل شو.

خوست والي حکم خان حبیبي چې د ځايي مسؤلینو په ملتیا تریزیو ته ورغلی و، وویل چې د اوبو مهارول او د خوست له شته اوبو څخه د کرنې په برخه کې پوره ګټه اخېستنه د دوی په لومړیتوبونو کې ده.

د تریزیو مشرانو د مستوکې ویالې د سربند او کانال د کار د پیل په ځای کې چارواکو ته ډاډ ورکړ چې که چېرې هغوی ته په پرمختیايي پروژو کې ونډه ورکړي، دوی به ورسره د پروژو په امنیت کې پوره همکاري وکړي.

له یادې ویالې چې شااوخوا ۳۰ زره جریبه ځمکه خړوبېږي او ۱۵ زره کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کوي، د کلیو پراختیا وزرات له پرمختیايي بودجې څخه د ۱۴ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ میاشتو په موده کې جوړېږي.

یاده دې وي چې تریزي د خوست ښار شمال ختیز لوري ته ۳۰ کیلومتره لېرې کورمې سره پر پوله پرته سیمه ده.

تریزي د فصلونو او کروندو له اړخه، د خوست په سمسورو او ښېرازه سیمو کې راځي چې د امنیتي ګواښونو له کبله په کې، په تېره یوه نیمه لسیزه کې پرمختیايي پروژې نه دي عملي شوي.