سرچینه: د پکتیکا په ارګون کې ۲ پوستې سقوط او ۴ پولیس وژل شوي

د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې دوو پوستو سقوط کړى او ٤ پوليس وژل شوي دي.

د يادې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دې برید کې څلور پولیس وژل شوي ۷ ټپیان او جګړه لاهم روانه ده.

خو د پکتیکا د والي ویاند محمد رحمان ایاز ازادي راډيو ته وویل چې په دې نښته کې یوه پوسته سقوط شوې او یو عسکر وژل شوی دی.

نوموړي وویل چې دغه جګړه چې د تېرې شپې راهیسې پیل شوې وه او دا مهال پای ته رسېدلې ده.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا وکړه چې د امنیتي ځواکونو د دریو پوستو د نیولو ترڅنګ څلور پولیس وژل شوي او یو شمېر مهمات یې هم ترلاسه کړې دي.