حاجي اغا: په کندهار کې د سولري برېښنا پروژه پرانیستل کېږي

د افغانستان د متشبیثینو د عالي بورډ مشر وايي، د کندهار په صنعتي پارک کې د صنعت د لا پراختیا په هدف سبا د سولري«لمرېزې» برېښنا یوه پروژه پرانیستل کېږي.

د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د دغې پروژې له مخې لس میګاواټه سولري برېښنا پر صنعتي پارک وېشل کېږي چې په دې توګه په زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.

حاجي اغا وايي، د سولري برېښنا دغه پروژه د برېښنا ریاست لخوا د څه باندې لس مېلیونو ډالرو په ارزښت پرانېستل کیږي.

اوس مهال د کندهار په صنعتي پارک کې ۱۲۵ تولیدي فابریکې فعالیت لري او سل نورې د برېښنا د نشتوالي له امله فعالیت نه لري.