پسرلی: «ویګا» شرکت د افغانستان کانونو کې پانګونه کوي

د «ویکا» په نوم د اندونیزیايي شرکت مسؤلین غواړي په افغانستان کې د زېربنايي برېښنا د بندونو جوړولو او د کانونو د کېندنې په برخه کې پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه د دغه شرکت د مسؤلینو او د سوداګرۍ خونې ترمنځ مقدماتي غونډه هم شوې ده.

نوموړی وایي، اوس دغه شرکت په افغانستان کې په یادو برخو کې د پانګونې په اړه لومړنۍ څېړنې کوي:

"موږ د زېربنا او انرژۍ په برخه کې زیاتې پانګونې ته اړتیا لرو، دغه پانګونه له ۵ میلیون ډالرو څخه ډېرې پانګې ته اړتیا لري."

ښاغلی پسرلی له افغان حکومت څخه غواړي چې په هېواد کې د بهرنیو پانګوالو امنیت خوندي کړي.