مسؤلین: هرات کې په مخدره موادو بار یو کانټینر نیول شوی

د هرات پولیسو په کېمیاوي موادو بار يو کانټینر نیولی چې د بېلا بېلو نشه يي موادو په جوړښت کې ترې کار اخېستل کېده.

د هرات ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئيس جیلاني دقیق د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا کانټینر له ایران څخه افغانستان ته راوړل کېده چې د اسلام قلعه په سیمه کې د افغان پولیسو له خوا ونیول شو.

ښاغلي دقیق وویل:

"دا لویه اندازه مواد وو چې په تور یې د یوه ایراني په ګډون، درې تنه نیول شوي، دا مواد به تر قانوني پړاوونو وروسته وسوځول شي."

ښاغلی دقیق وايي، د دې کېمیاوي موادو مجموعي قېمت له ۱۰ تر ۱۵ میلیونو امریکايي ډالرو اټکل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې نېږدې دوه میاشتې مخکې هم د هرات پولیسو د ۱۵ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت، په کېمیاوي موادو بار کانټینر نیولی چې له ایران څخه افغانستان ته راوړل کېدل.