د رومانیا د ولسمشر د سفر پر لغوه کېدو د اوکراین اندېښنه

د اوکراین حکومت له دې امله چې د رومانیا ولسمشر کلاوس یوهانیس هغه هېواد ته د تګ پلان لغو کړی، ماُیوسي څرګنده کړه.

ټاکل شوې وه چې د رومانیا ولسمشر راتلونکې میاشت اوکرایین ته ولاړ شي.

خو وروسته یې وویل چې د اوکراین په ښوونځیو کې په اوکرایني ژبه د لیک او لوست د اجباري کولو له نوي قانون سره په مخالفت کې یې خپل سفر لغو کړ.

د رومانیا ولسمشر کلاوس یوهانیس وویل چې دا نوی قانون په شدت د هغو لږکیو پر حق تېری کوي چې غواړي په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي.

ولسمشر یوهانیس د خپل سفر لغو کول، د اوکراین د حکومت لپاره یو مظبوط سیاسي پیغام وبلل.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې پرون جمعه تائید کړه چې دا سفر لغو شوی دی.

هغې خواشیني څرګنده کړه چې د رومانیا حکومت د دواړو هېوادونو دمشرانو ترمنځ خبرې او ډیالوګ نه غواړي.

د اوکراین پارلمان د سپټمبر په پنځمه نېټه یو نوی قانون تصوب کړ چې وايي د ښوونځیو زده کونکي باید تر پنځم ټولګي وروسته، په اوکرایني ژبه لیک لوست وکړي.

او کرایني چارواکو دا تور رد کړی چې نوی قانون د لږکیو پر حق تېری کوي او وایي چې نوی قانون په اوکراین کې مېشتو لږکیو ته اجازه ورکړې چې په عمومي روزنیزو مرکزونو کې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي.

خو هنګري، ملدووا روسیې او رومانیا د دې اقدام مخالفت کړی او وايي چې باید له سره غور ورباندې وشي.

په اوکراین کې لوي اقلیت روسان دي چې د هغه هېواد د وګړو اولس فیصده جوړوي.

همدا راز د هنګري یو لک او څلوېښت زره وګړي په اوکراین کې اوسي.