په هلمند کې سیمه ییز چارواکي وايي چې دوه وسله وال طالبان پرون جمعه د ماین ځای پرځای کولو پرمهال د نړیوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شول.
د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک ازادي راډیو راډیو ته وویل چې پېښه په ګرشک ولسوالۍ کې، د هرات او کندهار لويې لارې ته نيږدې شوې ده.
عمر ځواک زیاته کړه:
"دوو کسانو غوښتل چې د هرات او کندهار پر لویه لار ماین کېږدي ځکه امنیتي ځواکونه پر هغې لارې تېرېدل، پر هغوی، د ایساف ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې له لوري هوايي حمله وشوه او دواړه ووژل شول."
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه معلومات نه دي ورکړي.