ارګ: د کرنې او کلیو او پراختیا وزارتونو ته کاندید وزیران معرفي شول

د افغانستان جمهوري ریاست د کرنې او کلیو او پراختیا وزارتونو ته نوي کاندیدان وزیران معرفي کړل.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان په ورکولو سره د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر نصیراحمد درانی د کرنې وزارت لپاره او مجیب الرحمن کریمي د کلیو د بیارغونې وزارت لپاره نومولي دي.

ښاغلي مینه پال وویل:

"مجیب الرحمن کریمي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او نصیراحمد درانی د کرنې وزارت لپاره د کاندید وزیرانو په توګه معرفي شوي، طبیعي خبره ده چې دوی دواړه به تر هغو چې له ولسي جرګې د باور رأیه اخلي، ور سپارل شوې چارې د سرپرست وزیر په توګه مخته وړي."

ښاغلي مینه پال وویل چې دا بدلونونه په ادارو کې د بدلون د اصل په اساس شوي دي.

دا چې ولې د کرنې وزیر اسدالله ضمیر له دندې ګوښه شوی، جزییات نه دي ورکړل شوي.