د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو "ګډوډ" شخص بللی دی.
هغه ویلي چې د امریکا ولسمشر به د شمالي کوریا د بشپړ د له منځه وړلو په باب، د خپلو ګواښونو لویه بیه ورکړي.
کیم جونګ اون دا څرګندونې نن جمعه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ولسمشر ټرمپ د تُندو څرګندونو او د پرونیو بندیزونو په خاطر کړې دي.
پرون پنج شنبه هم ولسمشر ډونالد ټرمپ یو اجرائيوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به يې په هغو کسانو او کمپنیو چې له پیونګ یانګ سره راکړه ورکړه لري، بندیزونه لګول کېږي.
ولسمشر ټرمپ د سپټمبر په ۱۹ مه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون راکټي سړی وباله او ویې ویل چې دی د خپل رژیم او خلکو د له منځه وړلو لپاره په یوه وژونکي ماموریتکې دی.
شمالي کوریا وروسته له هغه د نړۍ له تُند عکس العمل سره مخ شوه چې په دې وروستیو کې يې څو وارې لېرې واټن ویشتونکي توعندي وازمایل او د امریکا او متحدینو د له منځه وړلو ګواښ یې وکړ.