د پاکستان پوځ تور لګوي چې د هندي پوځیانو له خوا په کشمیر کې پر سرحدي سیمو باندې تېره شپه ډزې شوي چې پکې شپږ پاکستاني ملکیان وژل شوي او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان پوځ نن جمعه په یوه بیان کې ویلي چې ډزې نیمه شپه د پاکستان په خوا پرتو د کشمیر په دوو کلیو چاروا او هرپال پیل شوې او تر سهاره روانې وې.
په بیان کې راغلي چې هندي ځواکونو ډزې پيل کړې وې، خو پاکستاني پوځیانو یې ځواب هم ورکړی دی.
د پاکستان او هند تر منځ دا وروستۍ نښته په داسې حال کې شوې چې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي په ملګرو ملتونو کې عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړه او په هندي کشمیر کې یې د هغه څه په اړه چې دی یې د بشري حقونو سرغړاوی بولي، انتقاد وکړ.
دا وروستۍ نښته په تېرو میاشتو کې تر ټولو خونړۍ یوه ده چې دومره ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.