د بامیان سوداګرو مېرمنو ته د اېټالیا نقدي مرستې وسپارل شوې

د بامیان ولایت له ۷۰۰ زیاتو سوداګرو مېرمنو ته پرون پنج شنبه د اېټالیا د دولت نقدي مرستې وسپارل شوې.

دا مرستې د کار او ټولنیزو چارو ریاست، د سوداګرۍ او صنایعو د خونو او د بامیان د ټولنیز مصوونیت او خوندیتوب د موسسې له خوا، په یوه غونډه کې دې مېرمنو ته وسپارل شوې.

د ټولنیز مصوونیت او خوندیتوب د موسسې ولایتي مشر عبدل دانشیار ازادي راډیو ته وویل چې دا مرستې پر هغو ښځو ویشل شوي چې یا سوداګرې دي او یا له دې وروسته سوداګري پیلوي.

ښاغلي دانشیار وویل:

"په بامیان کې ۷۰۳ مېرمنې په دې مرستو کې شاملې دي چې ۶۳۰ مېرمنو له پخوا تجارت کاوه او پاتې هغه مېرمنې دي چې کاروبار یې نوی پیل کړی دی."

د مرستو په دې پروګرام کې شاملو ميرمنو ته د ۵۰۰ امریکايي ډالرو معادل نقدي مرستو وویشل شوې.

په سیمه کې د ازاديِ راډیو د خبریال د راپور له مخې، د دې مرستو د ترلاسه کولو لپاره شاوخوا دوه نیم زره مېرمنو نومونه ثبت کړي وو چې له دې ډلې څخه ۷۰۳ مېرمنې د دې مرستو وړ وبلل شوې.