حکومت ویلي و په ۳ میاشتو کې به له سړکونو موانع ټولې کړي!

څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ او یو شمېر امنیتي بنسټونو اعلان وکړ چې د کابل ښار په نېږدې ۸۷ بېلابېلو سیمو کې به سیمنټي موانع له سړکونو لېرې کړي.

دا هغه موانع وې چې د مسؤلو چارواکو، د ملي شورا د غړو او یو شمېر کورنیو او بهرنیو ادارو له خوا د امنیتي تهدیدونو د مخنیوي په هدف لګول شوې وې.

حکومت وویل، په ۳ میاشتو کې به له سړکونو او پلي لارو څخه دا موانع ټولې کړي خو اوس چې د دې کمېسیون له جوړولو نېږدې درې میاشتې تېريږي لا هم په ډېر شمېر سیمو کې دا موانع وجود لري.

دا چې د دې کمېسیون کارونه ولې سست روان دي د حقیقت څه دی د دې اوونۍ په خپرونه کې به د دې کمېسیون له یوه مسؤل چارواکي سیلاب وزیري سره خبرې ولرو:

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟