په مکسیکو کې د وروستۍ زلزلې له امله د مړو شمېر۲۳۰ تنو ته رسېدلی دی.
د سې شنبې په ورځ د مکسیکو پلازمېنه مکسیکو سیټي او شااوخوا سیمې شدیدې زلزلې چې اوه اعشاریه یوه درجه اټکل شوې وه، ولړزولې.
د زلزلې له امله ډېر خلک په مکسیکو سیټي کې چې شل میلیونه نفوس لري مړه شوي خو ویل کېږي چې د پلازمېنې جنوب او ختیځ لور ته هم زیات تاوان رسېدلی دی.
رپوټونه وايي چې د زلزلې له امله په مکسیکو سیټي کې ډېرې ودانۍ نړېدلې دي او ډېر خلک تر خاورو او ډبرو لاندې شوي دي.
ویل کېږي چې دوه میلیونه کسان د زلزلې له امله بې برقه شوي او د ټلیفون مزي هم پرې شوي دي.