اروپایي ټولنه: کیف د اداري فساد پرضد نورو هڅو ته اړتیا لري

والدیس دومبرووسکیس

د اروپایي ټولنې د ماليي برخې یوه جګپوړي ډیپلوماټ وویل، کیف د اداري فساد پرضد نورو هڅو ته اړتیا لري.

د اکراین له مالیې وزیر سره یو ځای د اروپایي ټولنې د مالیي چارو کمېشنر والدیس دومبرووسکیس په بروکسل کې پرون ګډې خبرې غونډې ته وویل، له بروکسله د نورو مرستو د ترلاسه کولو لپاره باید اوکراین د تقاعد او د پور په برخه کې اصلاحات راولي، خصوصي سکتور ته د شتمنی د انتقال لپاره هڅې زیاتې کړي، همدا راز له اروپایي ټولنې سره د سوداګرۍ په برخه کې شته خنډونه لېرې کړي.

اروپایي ټولنه غواړي چې د جنوري تر میاشتې پورې اوکراین ته د دغو خنډونو د لېرې کولو په بدل کې شپږ سوه میلیونه ایرو مرسته ورکړي.

دومبرووسکیس زیاته کړه چې بروکسل د اکتوبر تر اخره له اکراین څخه د دې اصلاحاتو د پلي کېدو لپاره د کره پلانونو د وړاندې کولو غوښتنه لري.

له دوه زره څوارلسم کال راپه دې خوا اروپایي ټولنې له اوکراین سره دوه اعشاریه اته میلیارډه ایرو مرستې کړې دي.