ولسي جرګې "م.م" کې د افغان ولسمشر له موقفه ملاتړ وکړ

د افغانستان ولسي جرګې د ملګرو ملتونو په ۷۲یمې کلنۍ عمومي غونډه کې د افغان ولسمشر له موقف څخه ملاتړ وکړ.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي چې د نن ورځې د جرګې مشري یې کوله وویل:

"زه د ملي شورا په استازیتوب د افغان ولسمشر له دغه موقف څخه کلک ملاتړ کوم، ولسمشر وتوانېده چې د افغانستان هغه ستونزه چې د دښمن اصلي ځالې چیرته دي په ډېر وضاحت سره نړېوالو ته قناعت ورکړي او هم د ملت غږ په میړانه نړیوالو ته ورسوي."

افغان ولسمشر اشرف غني پر پاکستان غږ کړی چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو په برخه کې ورسره هړ اړخېز بحث وکړي.

نوموړي پرون ناوخته په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډې ته په خپله وينا کې پر وسله والو طالبانو او د هغوی پر ملاتړو هم غږ وکړ چې د سولې خبرو ته حاضر شي ځکه د جګړې په ډګر کې بريا نشې تر لاسه کولای.