غني: د جګړې ګټلو لپاره د ټرمپ د ادارې د نوې ستراتېژۍ ملاتړ کوو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تیره شپه د ملګرو ملتونو د سازمان په کلنۍ غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د جګړې د ګټلو لپاره د ډونالد ټرمپ د ادارې د نوې ستراتېژۍ ملاتړ کوي.

ولسمشر اشرف غني وویل چې تر شل زیاتې تروریستي ډلې په سیمه کې فعالې او پر افغانستان فشار راولي او افغانستان د ترورېزم د خطر د له منځه وړلو لپاره د جنګ په اوله کرښه کې جنګېږي.

غني وویل، له دې امله دافغانستان راتلونکې مهمه ده.

ښاغلي غني ویلي:

"د ولسمشر ټرمپ نوې ستراتيژي، د تروریستانو چې سرحد نه پېژني، د له منځه وړلو او د هغوی د پناه ځایونو د ويجاړېدو غوښتنه کوي. موږ یې هرکلی کوو ځکه موږ یې پر یوه ډاډمنه لار برابر کړو . افغانانو له ډېرو کلونو راهیسې له امریکا د داسې ستراتېژۍ تمه درلوده."

د افغانستان ولسمشر راز په بروکسل، پاریس، لندن او نورو ښارونو کې تروریستي حملو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د ترورېزم خطر سرحد نه پېژني او د تروریستانو لپاره چې د غني په حواله په سیمه کې یې ځالې جوړې کړې، په کابل یا بل هر ښار کې حمله د بري نښه ده .