عدلیې وزارت: ۲۱۳ ماشومان د اصلاح ځانګړو مرکزونو کې ساتل کېږي

د افغانستان عدلیې وزارت وايي، ۲۱۳ تنکي ځوانان او ماشومان کورني یا بهرني امنیت ته د ګواښ پېښولو په تور نیول شوي او د اصلاح په ځانګړو مرکزونو کې ساتل کېږي.

د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ویل شوي چې د کورني او بهرني امنیت ته د ګواښ پېښولو په تور نیول شوي تنکي ځوانان او کوچنیان په کابل، د بګرام په زندان او ننګرهار کې د اصلاح په ځانګړو خونو کې ساتل کېږي.

د خبرپاڼې په حواله، په عمومي ډول ۸۰۰ ماشومان او تنکي ځوانان په مختلفو جرمونو چې قتل او غلا هم په کې شاملېږي، نیول شوي چې ۸۲ نجونې دي.

د افغانستان د جزا د قانون پر اساس، هغه مجرمین چې د جرم د اجرا پر وخت تر ۱۸ کلونو کم عمر لري، د اصلاح او تربیې په ځانګړو مرکزونو کې ساتل کېږي.