هغه امریکايې چارواکی چې سپینې ماڼۍ په روسیه کې د متحده ایالاتو د سفیر په توګه نومولی دی، وايي چې په دې کې هېڅ شک نشته چې مسکو د امریکا د ولسمشرۍ د تېر کال په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده.
جون هونټسمن دا خبره پرون سې شنبه د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وکړه.
زیاته تمه کېږي چې هونټسمن به چې تر دې مخکې په چین کې د امریکا سفیر و، په مسکو کې د متحده ایالاتود استازي په توګه تایید شي.
خو په خپله ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا د استخباراتي ادارو پر دې نتیجه ګیرۍ شک څرګند کړی چې ویلي یې دي، روسيې د امریکا د تېر کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې مداخله کړې ده.