د ملګرو ملتونو سرمنشي وايې، له لسیزو راهیسې د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې د اټمي جګړې په هکله اندېښنه تر ټولو لوړې سطحې ته رسېدلې ده.
انتونیو ګوترس دا خبره پرون سې شنبه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په پرانېستونکې وینا کې وکړه.
نوموړي وویل، میلیونونه کسان دا مهال د شمالي کوریا له خوا د وروستیو ازمېښتونو له امله، د پیدا شوې ویرې تر سیوري لاندې ژوند کوي.
انتونیو ګوترس د شمالي کوریا د اټمي شخړې د سوله ییز حل غوښتنه وکړه او ویې ویل چې نړۍ باید په پټو سترګو جګړې ته مخه نه کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې د اټمي وسلو د استعمال په اړه باید اصلاً فکر ونشي.