فضل الرحمان: په ارزګان کې طالبانو ۲۲ روغتیايي مرکزونه بند کړي

Afghanistan -- Central Afghanistan province Urozgan full map نقشه ارزګان graphic, 26 October 2016

د ارزګان ولایت روغتیايي مسؤلین وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالیو کې وسله والو طالبانو ۲۲روغتیايي کلینیکونه د خلکو پر مخ تړلي دي.

په دغه ولایت کې د ایچ،ډي ايس ادارې مسؤل ډاکټر فضل الرحمان نن سې شنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې دغه کلینیکونه نن سې شنبه سهار وسله والو طالبانو د ارزګان مرکز ترینکوټ ترڅنګ په دهراود، چهارچینو او خاص ارزګان ولسوالیو کې د نامعلومو دلایلو له مخې د ولسي خلکو پرمخ تړلي دي.

نوموړی وايي، دا لاتر اوسه معلومه نه ده چې ولې وسله والو طالبانو کلینیکونه د خلکو پرمخ تړلي دي خو وايي چې دوی یې د قومي مشرانو پرمټ د خلاصو ولو هڅې پیل کړي دي.

بلخوا بیا په ارزګان ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاګټر خان اغا میاخېل هم وايي چې د تړل شوو کلینیکونو شمېر له دې زیات دی.

نوموړی وايي چې د ترینکوټ ولایتي روغتون ته يې هم ټلیفوني ګواښوونه کېږي.

ښاغلي میاخېل وویل چې وسله وال طالبان یو لړ شرطونه لري چې هغه باید د عامې روغیتا وزات ورسره ومني خو ښاغلي میاخېل د وسله والو طالبانو د دغه شرطونو په اړه څه ونه ویل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.