یو شمېر افغان خبریالانو په ترکیه کې تحصن پیل کړی

یو شمېر افغان خبریالانو په ترکیه کې تحصن پیل کړی او وايي د ملګرو ملتونو سازمان یې د پناه غوښتنې دوسیو ته رسیدګي نه کوي.

د دغو خبریالانو یوه استازي غلام عباس غزنوي ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان له څو میاشتو راهیسې د دوی د پناه غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی او ان د دوی خبرو ته هم غوږ نه نیسي.

"مونږ شپږ افغان خبریالانو یو. دلته زمونږ دوسیو ته رسیدګي نه ده شوې نه پوهیږم د څه دلیل لپاره پام نه راته کوي. تر هغو به زمونږ تحصن دوام ولري چې زمونږ قناعت نه وي حاصل شوی."

غزنوي وايي، افغان پناه غوښتونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او دوی چې د امنیتي ستونزو په خاطر خپل هېواد پرېښی د اقتصادي ستونزو تر څنګ په ترکیه کې هم له امنیتي ګواښونو په امان نه دي.

اروپا ته د ګڼو تلونکو افغانانو په ډله کې لسګونه افغان خبریالان، لوستي ځوانان هم شامل دي چې ډېر یې مقصد ځای ته رسیدلي یا هم په ترکیه او یا نورو هېوادونو کې د برخلیک د روښانه کېدو په تمه دي.