عراقي پولیس د کُردانو له ټولپوښتنې مخکې د فرقه يي شخړو مخه نیسي

د عراق شمالي ښار کرکوک ته پولیس ورغلي څو د کُردانو د خپلواکۍ د ریفرنډم څخه مخکې د فرقه يي شخړو مخه ونیسي.

هلته پرون یو کُرد د یوې ترکمن سیاسي پارټۍ له امنیتي ساتونکو سره په نښته کې ووژل شو او دوه نور کُردان او یو امنیتي ساتونکی ټبیان شول.

د رپوټونو په اساس تېره شپه په کرکوک کې ګڼې پوستې جوړې شوي څو د وروستۍ رامنځته شوې پېښې له امله فرقه يي شخړو ته زمینه برابره نه شي.

کُردان سره له دې چې په بغداد کې چارواکي ورسره کلک مخالفت لري د سیپټمبر په ۲۵مه د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه کوي.

کرکوک ښار تر دې مخکې د دې ټولپوښتنې د ترسره کېدو لپاره مثبته رایه ورکړې ده.