ولسمشر غني به له خاقان عباسي سره خبرې وکړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني به د ملګرو ملتونو د سازمان د مجمع په څنډه کې د پاکستان له صدراعظم شاهدخاقان عباسي سره د ترورېزم په وړاندې د عملي اقداماتو په اړه خبرې وکړي.

د ولسمشر مرستیال مرستیال ویاند دوا خان مینه پال نن په کابل خبریالانو ته وویل چې په دغه لیدنه کې به ولسمشر غني له ترورېزم سره د عملي او اغېزمنې مبارزې لپاره خپلې مشخصې غوښتنې د پاکستان له صدراعظم سره شرېکې کړي.

دی وايي:

"د دغې کلنۍ ناستې په حاشیه کې به ولسمشر د ډېرو هېوادونو له مشرانو سره په ځانګړي توګه د پاکستان له صدراعظم سره وګوري او د ترورېزم د ګواښونو او په وړاندې يې د اغېزمنې مبارزې لپاره د عملي او جدي اقداماتو غوښتنې وکړي."

ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف نن شپه ناوخته د ملګرو ملتونو د سازمان په مجمع کې وینا وکړي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې تر ډېره به د ولسمشر وینا په ترورېزم او د افغانستان په سوله او ثبات ورټول وي.