دومینیکا کې ماریا توپان او ورښت سختې ورانۍ رامنځته ته کړي

د کربین د یوې ټاپو دومینیکا صدراعظم وايي چې ماریا توپان په دغه هېواد کې سختې ورانۍ کړې دي.

صدراعظم روزولت سکریت په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د خپل کور په شمول یې د ګڼو کورونو چتونه ناست دي.

هغه ویلي چې وېره شته چې د دغه توپان له امله چې سخت ورښت هم ورسره مل دی، ګڼو کسانو ته به مرګ ژوبله هم واړوي.

ماریا توپان پنځه درجې بلل شوی او پرون دوشنبه ناوخته دومینیکا ټاپو ته ورسېد.