پاکستان: حکمت خلیل کرزي او تهمینې جنجوعې د افغانستان په اړه لیدلي

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو د افغان سولې او ثبات او د دواړو هېوادونو د همکاریو په زیاتېدو خبرې کړي دي.

حکمت خلیل کرزي او تهمینې جنجوعې پرون د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې، په نیویارک کې خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې مرستیالې وزیرې تهمینې جنجوعې له پوځي لارې د افغانستان د جګړې هواری ناممکن وباله او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې د خبرو په دوام ټینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ټینګار کړی چې هېواد یې له پاکستان سره د اړیکو د پياوړتیا غوښتونکی دی، څو په ټولو برخو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ زیاتې شي.