امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې څېړونکو د ډونالد ټرمپ د کمپاین د پخواني مشر پاول منفورټ ټیلېفوني اړیکې، د محکمې د حکم له مخې اورېدلي دي.
ویل شوي چې پاول منفورټ به همدغو ټیلېفوني اړیکو په اساس، محکوم هم شي.
پاول منفورټ د ولسمشر ډونالد ټرمپ له څو نېږدې سلاکارانو څخه دی چې د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې د تورونو په تړاو ترې پوښتنې کېږي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوو امریکايي چارواکو په حواله ویلي چې د تېر کال جولای میاشت امریکايي اجنټانو په ویرجینیا کې د منفورټ په کور ننوتل او هغه ته یې ویلي وو چې پر ضد یې عدلي ادعا کوي.
«سي. ان. ان» هم د یوې ناپېژانده سرچینې په حواله ویلي چې محکمې د ۲۰۱۶ میلادي کال له انتخاباتو مخکې او وروسته د پاول منفورټ د ټیلېفوني اړیکو د اورېدو اجازه ورکړې ده.