چارواکي: د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې هوایي برید ۷ وسله وال وژلي

د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې پرون دوشنبه په یوه هوايي حمله کې اوه وسله وال وژل شوي دي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د پکتیا ولایت د مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په حواله وايي، دا وسله وال مازیګر مهال د سیدکرم ولسوالۍ په غوریزې سیمه کې په دوو سراچه موټرو کې وو چې د کشفي مالوماتو له مخې، د غوڅ ملاتړ ځواکونو هوايي برید پرې وکړ. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې برید کې د طالبانو د قوماندان سیف الله په ګډون، دوه نور وسله وال هم سخت ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دې برید کې د وسله والو دوه موټر او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.