چین او روسیې د ملګرو ملتونو په اړه د ټرمپ د اعلامیې له لاسلیکه ډډه کړې

چین او روسیې پرون دوشنبه په ملګروملتونو کې د اصلاحاتو راوستو لپاره د ۱۲۸ هېوادونو په ګډون، د هغې اعلامیې له لاسلیک کولو ډډه وکړه چې طرحه یې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وړاندې کړې ده.

روسي چارواکو وویل، که څه هم روسیه د ملګروملتونو د بیوکراسۍ د اغېزمنولو د نظر ملاتړ کوي، خو په دې باور ده چې هر راز اصلاحات باید له غړو هېوادونو سره تر سلا مشورو وروسته راشي، نه دا چې یوازې د متحدوایالاتو له خوا په یوه اعلامیه کې تحمیل شي.

په ملګروملتونو کې د روسیې سفیرواسیلي نیبینزیا «Vasily Nebenzya» د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل، موږ ټول په نړیوال ډګر کې د ملګروملتونو د رول پراخېدل غواړو خو، د ده په وینا، ملګري ملتونه ډېرو پراخو اصلاحاتو ته هم اړتیا نه لري.

ولسمشر ټرمپ د ملګروملتونو له غړو هېوادونو غوښتي دي چې په ۱۰ مادو کې د ملګروملتونو د اصلاحاتو اعلامیه لاسلیک کړي.

ټرمپ وویل، ملګروملتونو د بیوکراسۍ او ناوړه مدیریت له کبله په وروستیو کلونو کې، له خپلو ټولو امکاناتو کار نه دی اخېستی.

ښاغلي ټرمپ وویل:

"موږ داسې ملګري ملتونه غواړي چې بیا د ټولې نړۍ د خلکو اعتماد ترلاسه کړي، د دې کار لپاره ملګري ملتونه باید ټولې اداري برخې اصلاح کړي او پروسیجرونو پر ځای پر نتایجو تمرکز وکړي."

ټرمپ دا هم وویل چې ملګري ملتونه زیاتې پیسې لګوي او تر اندازې زیات کارکوونکي لري، د دې پانګونو پایلې نه دي معلومې.