کابل کې د آسیا د اسلامي بانکدارۍ د پوهاوي کنفرانس ترسره شو

په کابل کې د آسیا د اسلامي بانکدارۍ د پوهاوي په کنفرانس کې په افغانستان کې د دغې بانکدارۍ د ګټو، رواجولو او اسانتیاوي په اړه خبرې وشوې.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې اسلامي بانکدارۍ کولی شي په هېواد کې د لویو پانګونو سره لویه مرسته وکړي.

نوموړی وایي، کله چې افغان سوداګر او خلک د اسلامي بانکدارۍ د ګټو په اړه پوه شي نو د سوداګرۍ او پانګونې برخه به لاپیاوړي شي.

دی وايي:

"په اسلامي بانکدارۍ کې د اسلام له نظر یو شمېر اصولو په پام کې نیول شوي دي او په کې د سود او حرام مسئله له منځه ځي، زه پوره باور لرم چې ډېر خلک به له دغې بانکدارۍ نه استفاده وکړي او په افغانستان کې پانګونه او سوداګرۍ برخه غښتلي شي."

دغه کنفرانس د یو ورځې لپاره په کابل کې پرانېستل شو چې په کې د خصوصي سکتور او دولتي چارواکو استازیو ګډون کړی وو.