د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې دا موسسه له خپلو موجودو وړتیاوو په کار اخېستلو کې پاتې راغلې ده.
ټرمپ وویل:
"په وروستیو کلونو کې ملګرو ملتونو له خپلو ټولو امکاناتو د بیروکراسۍ او ناوړه مدیریت له کبله کار نه دی اخېستی. حال دا چې د ملګرو ملتونو عادي بودجه ۱۴۰ فیصده زیاته شوې او له دوه زرم کال را په دې خوا یې د کارکوونکو شمېر دوه برابره شوی دی. خو موږ د دې پانګونې نتیجه نه وینو."
ده دا هم وویل چې ملګري ملتونه ډېرې زیاتې پیسې لګوي او تر اندازې زیات کارکوونکي لري.
د امریکا ولسمشر دا څرګندونې پرون دوشنبه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې وکړې.
ده هڅه وکړه چې په ملګرو ملتونو کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي.