سعودي کې مېشت بې اسناده افغانانو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړل شو

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر په دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې که قانوني وېزه او اسناد نه لري، په ۳۰ ورځو کې دې خپل هېواد ته لاړ شي.

په ریاض کې د افغانستان د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې سفیر د سعودي عربستان له چارواکو سره موافقې ته رسېدلی چې په دغه هېواد کې بې اسنادو افغانانو ته به اجازه ورکول کېږي چې خپل هېواد ته لاړ شي.

سفارت له افغانانو غوښتي، مخکې تر دې چې ټاکل شوې موده پوره شي په ریاض کې سفارت او په جده کې د افغانستان قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي او خپل هېواد ته د ستنېدو لیک ترلاسه کړي.