د قیصار-لامان حلقوي سړک چې د بادغيس لامان د فاریاب له قیصار سیمې سره نښلوي د دوو لومړنیو برخو د جوړولو چارې یې "IVRCL" هندي او ګینګدو چینايي شرکتونو ته وسپارل شوې.
دغه سړک چې ۲۳۳ کېلو متره اوږدوالی لري چارې یې په شپږو برخو وېشل شوي چې د دوو لومړنیو برخو کار بهیې ډېر ژر د يادو هندي او چینايي شرکتونو لهخوا پیل شي او په پاتې څلورو نورو برخو يې تداکارتي کارونه روان دي.
د افغانستان د فواید عامې وزارت سرپرست يما یاري د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د امریکايي-ترکي شرکت «ICCI» سره د ياد حلقوي سړک د تړون له فسخه کېدو وروستهيې د قیصار-لامان سړک د دوو برخو تړونونه هندي او چینايي شرکتونو ته سپارلي دي.
یاري زیاته کړه:
"د دې سړک تړون يو ځل په ۲۰۱۲ کال کې شوی و او ټول تړونیې يو شرکت سره و، خو له بده مرغه په دغې پروژه کې ځينې ستونزې پیدا شوي او تړون فسخه شو او قضیه اوسمهال په سنګاپور کې د نړیوالو سوداګریزو محاکمو تر څېړنو لاندې ده."
د افغانستان د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې د قیصار-لامان پروژې لومړۍ برخه چې ۳۴ کېلو متره اوږدوالی لري تړونیې په څه باندې ۳۶ میلیونو ډالرو "IVRCL" هندي شرکت ته ورکړل شوی.
دغهشان د دې سړک دوهمه برخه چې ۴۸ کېلو متره اوږدوالی لري، تړونیې د څه باندې ۴۸ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ګینګدو چینايي شرکت ته ورکړل شوی دی.
د قیصار-لامان سړک د افغانستان د حلقوي سړک وروستۍ برخه ده چې د اسیا د پراختیايي بانک په مالي ملاتړ، د نږدې ۵ میلیارده افغانیو په ارزښت جوړېږي.
ياده پروژه د جنوبي اسیا هېوادونه او ایران د مرکزي اسیا له هېوادونو سره نښلوي او له هراته بادغیس ولایت ته سفر له اوو ساعتونو نه يو نیم ساعت ته کمېږي.
بلخوا د سړک جوړونې د برخې يو شمېر متخصصین وايي، د افغانستان د حلقوي سړک زیاته برخه چې کار يې بشپړ شوی په معیاري ډول نهدی جوړ شوی چې لاملیې په تړونونو کې فساد او د سړکونو حفظ او مراقبت ته نهپاملرنه ده.
له دې ډلې راحت ګل زیارمل ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:
"د دې سړک چې کار یې دا دی وروستي پړاو ته رسېږي ځیني برخې بیا ترمیم او جوړولو ته اړتیا لري، دغهشان د فواید عامې وزارت هم د سړکونو د ساتنې لپاره فعاله څانګې نهلري چې د سړکونو حفظ او مراقبت وکړي."
ښاغلی زیارمل وايي، په افغانستان کې د بېکيفیته او غیر معیاري سړکونو د جوړېدو لامل په تړونونو کې فساد او د فواید عامې وزارت کمزوری مدیریت دی.
دی وايي، د دې لپاره چې د قیصار ـ لامان سړک په معیاري ډول جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي دغه وزارت ته په کار ده چې په تړونون کې د دقت ترڅنګ د دغه سړک د جوړنې له چارو هم ښه څارنه وکړي.
راپور: واصل وصال